Asset 1SWN

لوګر کې په ۲۰۰زره ډالرو د دوو سربندونو د جوړېدو چارې پيل شوې

bfceec30-2c95-434d-8502-1e55ca42a18e

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د اوبو دغه سربندونه د ملګروملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) له لوري په ازرې او څرخ ولسوالیو کې جوړېږي.

د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ریيس مولوي شیراقا پیرحبیب‌الرحمن په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه دوه سربندونه د UNDP موسسې په مالي ملاتړ، د حرکت موسسې له لوري په ازرې او څرخ ولسوالیو کې د راتلوونکو درې میاشتو په موده کې د شاوخوا دوه سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت بشپړېږي.

د‌ کرنې او مالدارۍ رییس زياته‌کړه چې دا پروژې د کرنې ریاست د پراختیایي پلان یوه مهمه برخه ده او ورته پروژې به نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل چې د یادو سربندونو په جوړېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د اوبو د ضایعاتو مخنیوی به وشي.

بل‌خوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور د سربندونو جوړېدل یې د کرنې سکتور د پراختیا، د اوبو مدیریت، د زرګونه جریبه کرنیزه ځمکو د خړوبولو او د سیمې د اوسېدونکو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن وبلل.

دین‌پرور زیاته کړه چې د یادې پروژې له پيل سره به شاوخوا ۵ سوه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام