د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۲۵زره امریکايي ډالرو په لګښت دوه پراختیايي پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د خوست ولایت مقام څخه نن «چهارشنبه، وږي دولسمه» په يوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ياد ولايت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په علیشرو ولسوالي کې د شاوخوا ۲۲۵زره امریکایي ډالرو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو کې د (۲۲۶) متره په اوږدوالي یو استنادي دیوال او د (۳۱۱) متره په اوږدوالي یو کانال جوړولؤ، شامل دي.
دغه پروژې د ډبليوايفپي مؤسسې په مالي مرسته د څلورو مياشتو په موده کې جوړې شوې دي.
خبرپاڼه زياتوي چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به تر ۴۰۰ جريبه، کرنيزې ځمکې خړوبې شي او د کار په جریان کې لسګونه کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.