د عدلیې وزارت د مشاعرو د تنظیم قانون د اسلامي امارت د مشر له لوري تر توشېح کېدو وروسته په ۱۴۶۹ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.
د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي نن (شنبه، سنبله ۸) وویل، د مشاعرو د تنظیم قانون کې چې په رسمي جریده کې خپور شوی تمهید، مقدمه، درې بابونه، دوه فصلونه او ۱۳ مادې شاملې دي.
دغه قانون د مشاعرو د غونډو څرنګوالی، دغو غونډو کې د شاعرانو د اشعارو محتوا او د مشاعرې د ارزونې پلاوي دندې تنظیموي او د اطلاعات او فرهنګ وزارت یې د تطبیق مرجع ده.
د دغه قانون پر بنسټ، شاعران مکلف دي اسلامي ارزښتونو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو او مسلمانانو له تحقیر، ناروا دودونو، د نجونو او هلکانو له ستاینې یا له دوی سره دوستۍ ته له دعوتولو او د اسلامي امارت د مشر له فرامینو، حکمونو او پرېکړو له نقد کولو په جدي توګه ډډه وکړي او د لمانځه، اذان او د جماعت وخت ته درناوی رعایت کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدا ډول دغه قانون شاعران مکلف کړي چې د خپلو اشعارو په محتوا کې اسلامي اخلاق، شرعي سیاست، د نفس تزکیه، د اسلامي عقیدې تحکیم، د امت وحدت او اسلامي غوښتنو ته بلنه په پام کې ونیسي او شعر یې باید له ناروا خواهشاتو او بېځایه احساساتو څخه خالي اوسي.
په دې قانون کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت او اړوند ولایتي ریاستونه یې مکلف دي چې مشاعرې ثبت کړي او د ارزونې پلاوي لخوا د مشاعرې له تصفیې څخه وروسته، هغه د یوه ځانګړي آدرس لخوا نشر کړي.