د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالبار راشد وايي، د «هلمند بولان ساختماني او سرک جوړونې شرکت» سره د دغه پُل د جوړولو رسمي قرارداد د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي او د شرکت مسوولانو لهخوا د ۳،۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.
د نوموړي په خبره ، د دې پروژې لګښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او ګرځندوی معینیت له عوایدو څخه ورکول کېږي.
راشد زیاته کړه: «دا پروژه به د لښکرګاه ښار د ټرافیکي ستونزو د کمولو ترڅنګ د هلمند کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې لپاره هم نوې لارې پرانیزي. د خلکو ستره غوښتنه همدا وه چې د ښار د ازدحام ستونزې حل شي.»
بلخوا د سیمې اوسېدونکي هم د دې پروژې له پیل څخه خوښ دي. د باباجي ولسوالي اوسېدونکی حاجي محمدالله وایي: «له اویا کلونو وروسته موږ یو ځل بیا یو ستر پُل ترلاسه کوو. زموږ کرنیز محصولات به له ځنډ پرته ښار ته ورسېږي او د خلکو ژوند به اسانه شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیمې یو بل ځايي اوسېدونکی احمدشاه هم وايي: «پر مخکني پُل به وخت ناوخت ټرافیکي ګڼه ګوڼه ډېره کېده، اوس به لار لنډه او د ولسوالیو ترمنځ واټنونه راکم شي.»
دغه پُل به یوازې د ټرافیکي ستونزو د حل او د ولسوالیو ترمنځ د فاصلې د کمولو لپاره نه وي، بلکې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته به نوی تجارتي رنګ او اقتصادي خوځښت هم ورکړي.