د خوست ولايت مقام تاييد کړه چې پاکستان تېره شپه سپېرې ولسوالي کې د ملکي خلکو په کور ډرون برید کړی.
د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز نن (پنجشنبه، سنبله ۶) سلاموطندار ته وويل، پاکستان تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې د سپیرې ولسوالي اړوند د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه «سورکاخ» سيمه کې د حاجي نعیمګل په نوم د یو ځايي کس پر کور ډروند برید کړی.
هغه وویل، برید کې د یادې کورنۍ ۳ ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ نور ټپيان دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادې پيښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د مستغفر ګربز په وینا، په نښه شوې کس یو عام سوداګر دی او له هېڅ ډلې سره تړاو نهلري.
د یادونې ده چې د ننګرهار شینوارو ولسوالي کې هم د ملکي خلکو پر کور د ډرون برید شوی چې د ځايي مسوولانو په وینا، ۴ کسان په کې ټپیان شوي دي.