د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآنکریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل شوې.
دغه وزارت نن (دوشنبه، سنبله ۳) ویلي چې د اسلامي امارت د مشر لارښوونې پر اساس، مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآنکریمونو، پارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼو د راټولولو لپاره د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب تر مشـرۍ لاندې جامع طرحه جوړه شوه.
د دغې طرحې له مخې به د لسګونو کلونو لپاره د یادو مقدسو اوراقو د ساتلو ټول اړین اړخونه په غرنیزو سیمو کې د مسلکي انجینرانو لخوا د ولایاتو په تناسب ټاکل شوي او د اړوندو ادارو په همغږۍ د اوقافي ملکیت په توګه یې د ثبت کېدو لړۍ هم روانه ده.
د هېواد په ځینو ولایاتو کې د دغو ځایونو د جوړولو چارې په عملي توګه پیل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د حج او اوقافو وزیر کندهار او هلمند ولایتونو کې د دغو ځایونو د جوړولو له چارو څخه لیدنه ترسره کړه او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په پام کې ده چې د خطیبانو، امامانو او رسنیو له لارې خلکو ته د قرآنکریمونو، پارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼو د ساتنې او حفاظت په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه دایر شي.
یاد قرآنکریمونه او دیني کتابونه چې پاڼې یې زړې او لوستل یې ستونزمن شوي وي، د ولایاتو د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو لخوا په ځانګړو جوماتونو کې له اېښودل کېدونکو صندوقونو څخه راټولېږي او ټاکل شوو ځایونو ته به انتقالېږي چې د ټاکل کېدونکو متولیانو له لوري به يې له هر ډول بې حرمتۍ څخه د ساتنې په موخه په دوامدار توګه څارنه کیږي.
د حج او اوقافو وزارت دغه اقدامات دیني مقدساتو او ارزښتونو ته د درناوي په موخه ترسره کوي چې له عملي کېدو سره به یې د هېواد په کچه په لومړي ځل د زړو قرآنکریمونو، دیني کتابونو او مقدسو اوراقو د ساتنې واحد او منظم جریان رامنځته شي.