Asset 1SWN

د تقاعد د حقونو ورکړې لړۍ بیا پیل شوه

متقاعدین

د مالیې وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشر د فرمان ښه تطبیق په موخه د دغه وزارت د تقاعد ریاست د یوه منظم مهالوېش له مخې، د متقاعدینو د حقونو ورکړې پروسه پیل کړه.

د مالیې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وزارت به متقاعدینو ته د اسانتیاوو په موخه د منظم مهالوېش له مخې د ملکي او نظامي متقاعدینو حقوق د ځانګړې محکمې او اړوندو ادارو سره په همغږۍ د تقاعد حقوق په ریاست کې د ګډ کاري مرکز له لارې د طی مراحل لړۍ له بشپړولو وروسته اجرا کړي.

په لومړي پړاو کې به د ٩ تثبيت شویو ادارو د متقاعدینو حقوق سر له نن څخه د يوې مياشتې په موده کې اجرا شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


لومړي پړاو کې به د ستندرد ملي ادارې، پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې، د بدني روزنې او سپورت ریاست، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت،  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون، د چاپیریال ساتنې ادارې، د ارګ د ساتنې عمومي ریاست، د امنیت شورا دفتر او د اقتصاد وزارت متقاعدین ځانګړې محکمې ته خپل عرایض وړاندې کوي او په یوه کاري مرکز کې به یې د حقونو د ورکړې پروسه طی مراحل کیږي.

د یادونې ده چې د پاتې ادارو مهالوېش به د لومړي پړاو له بشپړېدو وروسته د سنبلې په ٢٥مه اعلان شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام