Asset 1SWN

لوړو زده‌کړو وزارت پکتیا پوهنتون کې په ۲۰ میلیون افغانۍ جومات جوړوي

پکتیا پوهنتون

د لوړو زده‌کړو وزارت په پکتیا پوهنتون کې د ۵۳ میلیون افغانیو په ارزښت دوه پروژې پرانیستې.

د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د دغو پروژو د چارو پرانیستې مراسمو ته وویل، یادو پروژو کې د پکتیا پوهنتون تدریسي روغتون لپاره د ۳۳ میلیون افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو پېرلو او د ۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه محراب مسجد جوړولو چې په یوه وخت کې به د ۱۵۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت ولري، شاملیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ندا محمد ندیم تېره ورځ د یادې غونډې پرمهال په دونیوي ژوند کې د دیني او عصري علومو پر اړتیا خبرې وکړې او محصلانو ته یې سپارښتنه وکړه چې د خپلو زده‌کړو موخه د الله رضا او د اسلامي ټولنې خدمت وګرځوي.

هغه وویل: «په پوهنتون کې ستاسو د تخصصي، فکري، عقیدوي او اخلاقي روزنې لپاره امکانات برابر شوي، نو له دې فرصت څخه سمه ګټه واخلئ.»

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده‌کړو وزیر وړمه ورځ لوګر پوهنتون کې هم د ۵۱ میلیون افغانيو په ارزښت د داخلي سړکونو جوړولو پروژه پرانیستې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام