Asset 1SWN

سلام وطندار

مولوي محمد یعقوب مجاهد د ملي پراختیا شرکت له تولیدي فابریکو لیدنه کړې

Gy7lniEXUAEnp70

د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د امارتي شرکتونو رئیس مولوي احمدجان بلال، د چارو ادارې رئیس شیخ نورالحق انور او د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس بخت الرحمن شرافت د ملي پراختیا شرکت د فلزي عناصرو، کرنیزو او صنعتي ماشین‌الاتو له تولیدي فابریکو لیدنه کړې.

د ملي پراختیا شرکت نن (جمعه، اسد ۳۱) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي مجاهد د دغه شرکت کړنې د هېواد د آبادۍ او ځان بسیاینې په برخه کې بېساري ګڼلي او ویلي، یاد شرکت په ډېر کم وخت کې سترې لاسته راوړنې لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دفاع وزیر د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ ته د هر ډول مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د یادولو ده چې د ملي پراختیا شرکت د تولیدي فابریکو کمپلکس څه موده وړاندې ګټې اخیستې ته وسپارل شو چې دامهال په کې په لسګونو نوعه وسایل او وسایط تولیدېږي.

د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي مشر عبدالرحمن عطاش د لوړ پوړي پلاوي له راتګ څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړچې دغه شرکت به په ټول قوت سره د هېواد د آبادۍ په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام