هند کې د روسیې سفارت وايي چې د یاد هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به د روان کال تر پایه په نوي ډیلي کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره وګوري.
د یاد سفارت د معلوماتو له مخې، روسیه به د یوه ځانګړي میکانیزم له لارې هند ته د تېلو رسولو ته دوام ورکړي او د روسیې ولسمشر به د روان کال په پای کې نوي ډیلي ته سفر وکړي.
د روسیې سفارت د چارو لنډمهالي مشر رومان بابوشکین د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې روسیه د هند لپاره «یو ډېر ځانګړی میکانیزم» لري چې د تېلو رسونه پرې جاري وساتي. هغه زیاته کړه چې له روسیې څخه د هند د خامو تېلو واردات به په اوسنۍ کچه کې پاتې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روسیه په وروستیو کلونو کې د هند لپاره د خامو تېلو یو له لویو صادرونکو هیوادونو څخه ګرځېدلې ده. د نړیوالو بندیزونو او فشارونو سربېره، روسیه هڅه کوي چې د انرژۍ په برخه کې خپل ستراتیژیک شریک هند سره اړیکې لا پیاوړې کړي.
د پوتین او مودي ترمنځ ناستې په اړه ویل شوي چې دواړه مشران به د دوه اړخیزو اړیکو سربېره، د انرژۍ، تجارت او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي. دا لیدنه د دواړو هېوادونو لپاره د اړیکو د لا پراختیا لپاره مهمه ګڼل کېږي.