اسلامي امارت له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې په ویاړ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ځوانان او نوی نسل دې د اشغال پر وړاندې په کلکه ودرېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه بریا د افغان مجاهدینو د جهاد، سرښندونو او قربانیو په پایله کې ترلاسه شوې چې تر ننه افغانان پرې ویاړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «له نن څخه یوسل او شپږ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان مسلمان او غیورو خلکو د الله پاک په نصرت سره د یوې قوي جهادي معرکې په برکت د وخت استعمار انګليسي امپراطوري دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان بشپړ استقلال ومني او زموږ د وطن د بهرني سیاست صلاحیت چې هغه مهال د انګریزانو لخوا سلب شوی و، بیرته افغانانوته اعاده کړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان سرپرست د یادې ورځې نمانځنې په مناسبت په ملي دفاع وزارت غونډه کې نیولې وه چې د حکومت لوړو پوړو چارواکو په ګډون کړی و او د نظام پر پآیښت یې، ټینګار وکړ.