د ارشاد، حج او اوقافو وزير نورمحمد ثاقب وايي چې دامهال په هېواد کې سوچه اسلامي نظام حاکم دی.
نوموړي دغه څرګندونې نن جمعه د زمري ۲۴مه واک ته د اسلامي امارت د بیارسېدو د څلورمې کلیزې په اړه جوړې شوې غونډه کې کړې دي.
هغه په دې نمانځغونډه کې وویل چې د افغان ولس د اوږدې مبارزې په پایله کې هېواد له امريکايي اشغال څخه ازاد او سوچه اسلامي نظام حاکم شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د تېرکال په خلاف سږکال دغه غونډه په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې نیول شوې وه. تېرکال د فتحې ورځ د بګرام اډه کې د نظام پرېډ او نورو نندارو په وړاندې کولو سره نمانځل شوې وه.
اسلامي امارت د ۱۴۰۰کال د زمري په ۲۴مه د دویم ځل لپاره پر افغانستان ولکه خپله کړه او له هغې راهیسې هر کال د زمري ۲۴مه د اشغال پر وړاندې د بریا ورځې په توګه نمانځي.