Asset 1SWN

د کونړ د ناړۍ ولسوالي ځنګلونو کې اور لګېدلی

images

د کونړ محلي مسوولان وايي چې د دې ولایت په ناړۍ ولسوالي کې له درېوو ورځو راهېسې د  خوړ په ځنګل کې اورلګېدلی او د تندو بادونو له امله د اور مخنیوی له خنډ سره مخ شوی دی.

د ناړۍ ولسوال امین‌الله شهاب وایي چې د سیمې خلک او د ولسوالي د کرنې ریاست مامورین سیمې ته د اوروژنې لپاره رسېدلي، خو زیاتوي چې د بادونو له امله د اور مهار ستونزمن شوی دی.

نوموړی وايي، تراوسه د اور لګېدنې لامل معلوم نه‌دی، خو تر دې مهال شاوخوا ۱۲ هکټاره ځنګلونه سوځېدلي او د اور پراخېدو وېره هم شته.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې وړ ده چې د کونړ په ځنګلونو کې وخت‌ نا وخت ورته پېښې د سیمې د خلکو او سیلانیانو د بې‌پامۍ له امله رامنځته کېږي.

له دې وړاندې هم د کونړ او نورستان سربېره د هېواد په نورو سیمو کې هم ځنګلي اورونه رامنځته شوي چې لامل یې د هوا تودوخه او د شپنو او سیلانیانو ناپامي یاده شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام