هرات کې په ۷ میلیون ډالرو د اوسپنې ویلې کولو یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ.
د دغې فابریکې مسوول خانګل اسحاقزي تېره ورځ (چهارشنبه، اسد ۱۵) وویل، دغه فابریکه په ورځ کې د ۱۵۰ ټنه سیخ تولیدولو ظرفیت لري.
هغه د اوسپنې ویلې کولو د دغې فابریکې جوړولو موخه هېواد ته د تازه بیرته راستنو شویو افغانانو لپاره د کاري زمینې برابرول بولي.
د یادونې ده چې دامهال هرات کې د اوسپنې ویلې کولو ۴ فابریکې فعالیت لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تېره سرطان میاشت کې د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي وو چې دامهال ټول هېواد کې ۶۰۰۰ صنعتي فابریکې په رسمي ډول فعالیت کوي چې ۱۳۵ زره کسانو ته په کې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې.
یادې فابریکې د اوړو، مالګې، غوړیو، درملو، اوسپنې، سمنټ، فولادو او نورو محصولاتو په څېر ۵۷۰ ډوله توکي تولیدوي.