Asset 1SWN

مهاجر فراهي: نور د جګړو او افغانان د وچکالي له امله بې‌‌ځایه کېږي

0437ae65-8b41-48cb-a5be-2f9aad6c6b1d

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي د سلام‌وطندار له لوري د «اقلیمي بدلون څرنګوالي کې د رسنیو ونډه» تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډه کې وویل چې د هېواد ډېری برخې د اقلیمي بدلون له کبله اغېزمنې شوې دي.

د نوموړي په وینا، په نورو هېوادونو خلک د جګړو له امله بې‌ځایه کېږي، خو په افغانستان کې وچکالي د خلکو د بې‌‌ځایه کېدو لامل شوې ده.

هغه پر رسنیو غږ وکړ چې ورته پروګرامونه نور هم پراخ کړي، څو خلکو ته د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه پوهاوی ورکړل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي همداراز وویل چې ټول په ګډه باید دې برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي او په وینا یې، د اوبو بې‌ځایه مصرف مخه ونیول شي.

سلام‌وطندار نن پنجشنبه، اقلیمي بدلون څرنګوالي کې د رسنیو ونډه  تر سرلیک لاندې یوه ناسته جوړه کړې چې د رسنیو سربېره د سرپرست حکومت چارواکو هم په‌کې ګډون کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام