د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، ټول راستنېدونکي د بښنې فرمان څخه برخمن دي او هېڅوک هغوی سره غچ اخیستونکی چلند نهکوي.
هغه تېره ورځ (پنجشنبه، اسد دویمه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، له سیاسي پلوه هېڅوک هم هېواد ته راستنېدونکو سره دښمني، تضاد او انتقامي چلند نهکوي او که داسې څه پېښ شي، حکومت یې پوښتنه او مخنیوی کوي او عاملین یې جزا ویني.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې که په ځینو سیمو کې یوه نیمه پېښه شوې وي، هغه سیاسي نه، بلکې شخصي او خورا جزئي ده چې یوناما ته نه ښایي استفاده ترې وکړي او د پروپاګند په خپرولو سره اندېښنې زیاتې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حمدالله فطرت زیاته کړې چې اسلامي امارت دا ډول اندېښنې او د هغو سیاسي کول په کلکه ردوي.
هغه ډاډ ورکوي چې خلک دې په دې اړه هیڅ اندېښنه نهلري او په ډاډ سره دې خپل هېواد ته راستانه شي.
د یادونې ده چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د یوه تازه راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې له ٢٠٢٣ کال راهیسې ګڼ شمېر افغانان په زوره له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته اخراج شوي چې ډېری هغوی د بشري حقونو نقض سره مخ شوي دي.