د افغانستان بانک مسوولان وايی چې د تېر یوه کال پرمهال یې، په ټولیزه توګه څلور میلیارډ، ۸۶۷ میلیونه او ۸۰۲زره زړې افغانۍ له بازار راټولې او سوځولې دي.
د دوی په وینا، دغه مندرس بانکنوټونه له بازار راټول او له طرزالعمل سره سم سوځول شوي دي. دغه زاړه بانکنوټونه د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي.
د افغانستان مسوولان زیاتوي چې د تېرکال پرمهال په بېلابېلو بڼو ۴۱ میلیارډ او ۵۱۲ میلیونه افغانۍ نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان بانک مسوولانو دغه څـرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د یاد بانک د یو کلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.
په ورته مهال تېرکال د بانکونو له لوري د ماليٍ تمویلاتو وړاندې شوې کچه ۱۷سلنه لوړه شوې او د پیسو نړیوال لېږد برخه کې شته ستونزې تر ډېره بریده کمې شوې دي.