Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې په یو میلیون ډالر سړه‌خونه جوړیږي

IMG-20250722-WA0010-780x470

د میدان‌وردګ ځايي مسوولان وايي، مرکز میدان‌ښار کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د یوې سړې خونې د جوړېدو چارې پيل شوې.

د میدان‌وردګ والي قاري بختیار معاذ نن (چهارشنبه، اسد لومړۍ) په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه سړه خونه د یوه پانګوال په شخي لګښت د ۲ زره ټنه ظرفیت په درلودلو سره، په راتلوونکو دریو میاشتو کې جوړیږي.

معاذ وویل، دغه سړه خونه د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، د صادراتو او د بزګرانو د میوو لپاره د بازار موندې په برخه کې مهم رول لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه چې هڅه کوي په هره ولسوالي کې دا ډول سړې خونې جوړې کړي او په دې برخه کې یې له پانګوالو هم وغوښتل چې میدان‌وردګ کې د پانګونې لپاره ښه زمینه ورته برابره ده او پانګونه وکړي.

اخوا د میدان‌وردګ کروندګر او بڼوال هم خوښ دي چې د لومړي ځل لپاره د یوه پانګوال له لوري په مرکز میدانښار کې یوه لویه سړه خونه جوړیږي.

دوی ټینګار کوي چې د کرنې وزارت دې ورته هره ولسوالي کې سړې خونې جوړې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام