د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي نن د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ کابل ته سفر کوي.
هغه نن (یکشنبه، سرطان ۲۹) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه پاکستاني پلاوی به کابل ته د سفر پرمهال د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني سره وګوري او پر دوه اړخیزو همکاریو به خبرې وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه ویلي: «د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي به ډېر ژر د افغانستان لپاره ځانګړي استازي محمد صادق سره یو ځای د لاهور له هوايي ډګر څخه کابل ته روان شي، ترڅو له خپل افغان سیال سراجالدین حقاني سره وګوري.»
دا داسې مهال دی چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم درې ورځې وړاندې کابل ته په سفر راغلی وو او د اسلامي امارت چارواکو سره یې لیده کاته کړي دي.