د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) په یوه راپور کې ویلي چې په هرات کې د ۲۰۰ نجونو زدهکوونکو د حرفوي زدهکړو ملاتړ کوي.
دا زدهکوونکې نجونې به د غالۍ اوبدلو، خیاطۍ او نورو برخو کې روزنه ترلاسه کوي.
یونېسف پرون سېشنبه، د چنګاښ ۲۴مه په خپور کړي راپور کې ویلي چې دغه ۲۰۰ نجونې چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي، له ښوونځي څخه د محرومېدو له امله، دا حرفوي زدهکړې ترلاسه کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپور له مخې، یادې زدهکوونکې به د یونېسف په ملاتړ شپږ میاشتني حرفوي کورسونو کې زدهکړې وکړي.
یونېسف ویلي، دا مسلکي مهارتونه به نجونو ته د کار کولو او عوایدو د ترلاسه کولو فرصت برابر کړي.
یونېسف زیاته کړې چې د هغو نجونو، هلکانو او مېرمنو لپاره چې له شدیدې بېوزلۍ سره مخ دي، یا د جبري ودونو او غیرمحفوظې کډوالۍ له ګواښ سره مخ دي، هم حرفوي زدهکړې برابروي، څو دوی وکولای شي له دې لارې عاید ترلاسه کړي او مالي خپلواکي پیدا کړي.