Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار کې د «لډو لوبې» پرسر شخړې له امله یو ځوان وژل شوی

Ludo-3

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «لډو لوبې» پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله یوه ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دوی په وینا، پېښه د کامې ولسوالي اړوند د قلعه‌اخند سیمې کې د دوو کلیوالو تر منځ د لډو لوبې پر سر رامنځته شوې وه.

امنیتي چارواکي زیاتوي چې له لفظي شخړې وروسته، فزیکي نښته شوې چې پرمهال یې، یو ځوان وژل شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند سیدطیب حماد وایي چې په یاده پېښه کې یو ۲۵ کلن ځوان، د لوبې پرمهال  لفظي شخړه په فزیکي شخړه بدله شوې چې متقابل لوري په سر باندې په لرګي وهلی او له سختو ټپونو وروسته نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د حماد د معلوماتو له مخې، قاتل نیول شوی چې له بشپړو پلټنو وروسته به قضیه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام