Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د «پاټریوټ توغندي» ورکوي

U.S. Service members stand by a Patriot missile battery in Gaziantep, Turkey, Feb. 4, 2013, during a visit from U.S. Deputy Secretary of Defense Ashton B. Carter, not shown. U.S. and NATO Patriot missile batteries and personnel deployed to Turkey in support of NATO?s commitment to defending Turkey?s security during a period of regional instability. (DoD photo by Glenn Fawcett/Released)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې پای ته رسولو په اړه د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین څخه د ناهیلۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا به اوکراین ته دپاټریوټدفاعي سېسټم ورکړي.

د راپورونو پر بنسټ، ټرمپ پرون، یکشنبه د چنګاښ ۲۲مه، په مریلینډ کې د اندروز پوځي اډې کې وویل چې امریکا به اوکراین ته دپاټریوټتوغندي واستوي، «ځکه هغوی ساتنې ته اړتیا لري.»

امریکا له دې وړاندې هم ویلي و چې د ناټو متحدینو ته د وسلو د خرڅلاو له لارې اوکراین ته وسلې رسوي.

ټرمپ چې پر سپینه ماڼۍ له واکمنېدو مخکې د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ویلي و، که واک ته ورسېږي، په ۲۴ ساعتونو کې به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو تراوسه یې هڅې د اوکراین د سولې لپاره بې‌پایلې پاتې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دپاټریوټدفاعي سېسټم د نړۍ له پرمختللو دفاعي سېسټمونو څخه ګڼل کېږي او د اوکراین لپاره یې رسول کولای شي، د روسیې هوایي بریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

امریکا غواړي د اوکراین دفاعي سېسټم پیاوړی کړي، په داسې حال کې چې روسیې په تېرو څو اوونیو کې د اوکراین پر ښارونو بریدونه زیاتې کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زیلینسکي په وینا، په تېرو اوو ورځو کې روسیې پر اوکراین تر ۱۸۰۰ زیاتو ډرون او ۱۲۰۰ هدایت شویو هوایي بمونو او ۸۳ توغندیو بریدونه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام