وروسته له هغې چې ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د پرمختللو پوځي تجهیزات د ورکړې، خبره وکړه، روسیې بېګاه شپه پر اوکراین څه باندې ۷۰۰ ډرون ویشتلي دي.
د اوکراین پوځ وايي چې بېګاه شپه د روسیې له لوري ۷۲۸ ډرون وېشتل شوي چې نږدې ټول یې، شنډ شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي پر خپل ټېلېګرام دغه بریدونه زیاتېدونکي بللي او پر روسیې یې، د بندیزونو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي چې د روسیې د جګړې تمویلوونکو سرچینو باندې باید بندیز ولګېږي اوهغه کسان دې هم په بندیزونو کې راشي چې له یاد هېواد تېل پېري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د امریکا ولسمشر د هغې طرحې پر ارزونې بوخت دی چې له مخې به یې، پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.
په دې طرحه کې پر هغو هېوادونو د ۵۰۰سلنې تعرفې لګول هم شامل دي چې غواړي له روسیې، تېل، ګاز او یورانیوم وپېري.
له امریکا سربېره، اروپايي هېوادونه هم پر دې بوخت دي چې څنګه کولای شي، پر روسیې بندیزونه ولګوي.