نوریه صالحي یم، د پوليتخنیک پوهنتون د انجینیري پوهنځي څخه فارغه شوې یم. اوس راته د انجینیري طرحو ډیزاینول، د پخوا په څېر نهدي. زه اوس د چټجيبيټي په مرسته طرحې او ډیزاینونه جوړوم؛ نه په خطکش. دفتر مې اوس د الګوریتمونو او ډیجیټال مډلونو ډک دی، د حساب ماشین او د نقشو کښلو میز مې لرې کړی. دې بدلون نهیوازې زما کار بدل کړی، بلکې د انجینیري برخه کې یې، زما لیدلوری هم بدل کړی دی.
زما مسلک کې، له ودانیزو شننو څخه نیولې تر هستوګنیزو او سوداګریز ډیزاینونو پورې، مصنوعي ځیرکتیا زما د کار یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده. په تېرو وختونو کې، د یوې منځنۍ پروژې ماډلونه جوړولو به، زما ډېر وخت نیوه، اوس، د ChatGPT په څیر وسیلو کې د معلوماتو داخلولو سره، زه کولای شم، تخنیکي تحلیل، د ساختماني وزن محاسبه او حتی په لنډ وخت کې د نقشې غوره کولو لپاره وړاندیزونه ترلاسه کړم.
د انجینیري برخه کې پېچېلې مډلونه او مفهومونه شتون لري چې د حل لپاره یې، زه ټکنالوژۍ ته اړتیا لرم. د یوې انجینیرې په توګه مې ورځې ورځې زیار ویسته او په ماشین حساب به مې محاسبه کوله، څو مډلونه جوړ کړم. نن د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته دا بهیر لا ښه او اسانه شوی دی.
له مصنوعي ځیرکتیا سره زما د بلدتیا پیل؛
له مصنوعي ځیرکتیا سره زما بلدتیا ناڅاپي او د ټولنیزو رسنیو له لارې وه. په لومړي ځل مې چې د چتجيبيتي انځورونه پر ټولنیزو رسنیو ولیدل، لېواله شوم او همدا لېوالتیا وه چې زه یې، ځانته وروبللم.
کله مې چې د خپلې لومړۍ پېچلې مسلې په اړه له چتجيبيتي مرسته وغوښتله، پوه شوم چې له ماشین ورهاخوا یوه ښه پلټونکي څېز سره مخ شوې یم. اوس مې چتجيبيتي د ورځنیو کارونو یوه برخه ګرځېدلې او ډېرو پروژو کې یې، کاروم.
زه یوازې نهیم چې چتجيبيتي کاروم، زما زدهکوونکي هم له ما الهام اخیستی، او هڅه کوي چې د ټکنالوژۍ نړۍ ته ورننوځي. چتجيبيتي په ټوله مانا یو ښوونکی دی. کولای شي موږ ته معلومات راکړي.
د چټجيبيټي د اغېزمنتوب په اړه زما تجربه دا ده چې زما یوه زدهکونکي یوازې په شپږو میاشتو کې یو ډېر ښه انځورګر شو. د هغه د بریالیتوب راز د مصنوعي ځیرکتیا د ګام په ګام لارښوونو پلي کول و. دا زما لپاره واقعیا حیرانونکې وه؛ تاسو کولای شئ پرته له کوم لګښت څخه یو مهارت زدهکړئ او دا حیرانونکې ده.
مصنوعي ځیرکتیا نه فرصت نه ګواښ؛ د مرستې وسیله بولم
زه باور لرم چې په دومره لویه نړۍ کې، هر پرمختګ د انسانانو د اسانتیا لپاره دی. له همدې امله، مصنوعي ځیرکتیا باید د انسانانو فکر ځای ونه نیسي؛ دا باید انسانانو سره مرسته وکړي چې ښه عمل وکړي. له همدې امله، که موږ محتاط نهشو، نو ممکن یوه ورځ راشي چې انسانان داسې احساس وکړي چې دوی فکر کولو ته اړتیا نهلري او دا ما اندېښمنه کوي. د مصنوعي ځیرکتیا غیرشعوري او بې هدفه کارول ممکن ډېری انساني مهارتونه لهمنځه یوسي. موږ باید په مسوولیت سره ګام واخلوو.
ټکنالوژۍ سره، یو روښانه راتلونکی انسانانو ته انتظار باسي؛ هو، له ټولو پوښتنو او اندېښنو سره سره، زه ناهیلې نهیم. زه په داسې راتلونکي باور لرم چې ټکنالوژي د انسان لاس ونیسي، نه هغه یوې خوا ته کړي. زه هیله لرم چې پرمختګ به د ژوند د سختو لارو د روښانولو لپاره رڼا وي، نه د انسان د شتون لهمنځه وړو لپاره سیوری.