د خوست ځايي مسوولان وايي، په ځاځيميدان ولسوالي کې تېره ورځ د شديدو اورښتونو او بادونو له امله د يو کور چت نړېدلی چې څلورو کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
د خوست د ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز تېره ورځ (یکشنبه، سرطان ۸مه) سلاموطندار ته وويل، د دغې پېښې له امله يوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی او د يوه سپينږيري سړي په ګډون دوه ماشومان ټپيان شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ياده پېښه د ځاځي ميدان ولسوالي په “ايسار” کلي کې تېر مازدیګر شاوخوا پنځه بجې شوې.
ګربز همداشان وويل چې د پېښې ځای ته امنيتي او روغتيايي ټيمونه رسيدلي، خو د ټپيانو حالت د ډاډ وړ ښودل شوی.
د يادونې ده چې وړمه ورځ هم خوست کې د سيلابونو راوتو له امله دريو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.