Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې په لس میلیونه افغانۍ د لبنیاتو د پروسس کارخونه فعاله شوه

هلمند-لبنیات

په هلمند کې د لبنیاتو د پروسس یوه نوې کارخونه پرانېستل شوه چې د ورځې له شپږو تر اوو زرو لېټره شیدې په‌کې پروسس کېږي.

په دې کارخونه کې مستې، پنېر، کوچ او نور لبنیات تولیدېږي چې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.

د کارخونې مسوول عقل خان سلام‌وطندار ته وایي چې په دې پروژه کې شاوخوا لس میلیونه افغانۍ پانګونه شوې چې په وینا یې، له ډلې یې، ۳۳زره امریکایي ډالر د «هالنډ کمېټې» له‌خوا تمویل شوي دي.

هغه وویل: «موږ په مستقیم ډول ۱۵ کسانو ته کار ورکړی دی او شاوخوا ۲۰۰ نور کسان په غیرمستقیم ډول له دې کارخونې ګټه اخلي. دا یوه ښه اقتصادي پروژه ده چې هم د مالدارانو لپاره بازار برابروي او هم د لبنياتو صنعت ته پراختیا ورکوي.»

بل‌خوا د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پلان او همغږۍ مدیر قاري شفیق‌الله مبین وایي چې دغه پروژه د ولایت د مالدارۍ سکتور لپاره یو مهم پرمختګ دی.

نوموړي وویل: «هلمند د هېواد لسمه برخه جوړوي، ډېری خلک پکې په مالدارۍ بوخت دي. موږ له مرکزي وزارت او نړیوالو مرستندویو ادارو سره همغږي کړې، ترڅو د لبني تولید او مالدارۍ د ودې لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هالنډ کمېټې استازی فریدون قیومي هم د یادې پروژې پر اهمیت ټینګار کوي. دی وایي: «موږ له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هلمند کې فعالیت لرو. زموږ مرستې یوازې د لبني موادو تولید پورې محدودې نه دي، بلکې موږ د ۲۴ حیواني کلینیکونو له لارې د حیواني روغتیا په برخه کې هم کار کوو. دا پروژه د مالدارانو ژوند ته عملي بدلون راوړي.»

په ورته مهال د سیمې اوسېدونکي هم د دې کارخونې له پرانېستل‌کېدو خوښ دي. د مارجې ولسوالي اوسېدونکی اجمل وایي: «زه خپل لبنیات لرم. زموږ اضافي شیدې مخکې خرابېدې، خو اوس دا کارخونه شته، هلته یې پروسس کوو او له خرابېدو ژغورل کیږي.»

هلمند چې د هېواد له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، پراخ مالداريز ظرفیت لري.

د لبني موادو د پروسس دا نوې فابریکه کولای شي چې نه یوازې د لبني تولیداتو کیفیت لوړ کړي، بلکې د مالدارانو لپاره هم عایداتي سرچینه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام