د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د لامبو وهلو پرمهال د کابل درې اوسېدونکي اوبو ډوب کړي دي.
د پنجشېر د امنیه قومنداني ویاند حقمل سعد وايي چې دغه درې کسان «یکشنبه، غبرګولي ۱۸مه» د یاد ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې په «جنګلک» سیمه کې اوبو ډوب کړي.
د سعد په وینا، له ډوبو شویو درېوو کسانو څخه یو یې، ژغورل شوی او دوه نور تراوسه ورک دي.
د پنجشېر امنیه قومنداني ویاند زیاتوي چې د ورکو شویو کسانو موندلو لپاره هڅې روانې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پنجشېر محلي مسوولانو له دې وړاندې د یاد ولایت اوسېدونکو او ورتلونکو سیلانیانو څخه غوښتنه کړې وه چې سیندونو کې له لامبو وهلو لاس واخلي.
هر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یوشمېر هېوادوالو له لامبو وهلو سره د نه بلدتیا او یا هم ناسمو ځایونو کې د لامبو وهلو له کبله اوبو وړي دي.
دا لومړی ځل نهدی چې پنجشېر کې د لامبو وهلو پرمهال خلک اوبه وړي، له دې وړاندې هم دغه ولایت او په نورو ولایتونو کې اوبو خلک ډوب کړي او خپل ژوند یې، له لاسه ورکړی دی.