د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شيخ محمد خالد حنفي نن (سهشنبه، جوزا ۱۳) له محتسبینو غوښتي چې په خپلو چارو کې له اعتدال او ښه چلند کار واخلي، ځکه د اسلام په مبارک دین کې جبر او زور زياتی ځای نه لري.
هغه د اختر ورځو کې د احتساب څرنګوالي په اړه سیمنار کې ویلي، اسلام مبارک دین د چا پر شخصي حريم د تجاوز اجازه نه ده ورکړې، نو محتسبینو ته اجازه نهشته چې د چا موبایل، جېب او کور کې د هغه له اجازې پرته لاسوهنه وکړي.
هغه وویل: «د اسلامي شريعت پلي کول زموږ اساسي موخه ده، باید هڅه وکړو چې د اسلامي نظام داسې ترجماني وکړو، څو د الله تعالی پر وړاندې ملامت نه شو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خالد حنفي وايي، محتسبین دې خپلې اساسي موخې ته چې د اسلامي جامع نظام حیاتي تطبیق دی، ژمن پاتې شي او د اسلامي اصولو په چوکات کې د شريعت پلي کول خپل لومړیتوب وټاکي.
هغه زیاته کړه چې: «رشوت او بډه اخیستل د خنځیر له غوښې هم بدتره ده، اخلاص غوره کړئ او خپلو چارو کې د الله تعالی رضا او د ټولنې اصلاح خپله اصلي موخه وټاکئ.»
د هغه په وینا، محتسبین دې خپلو مسؤولیتونو ته پام وکړي او خپلې چارې دې داسې مخته یوسي چې د ټولنې لپاره لارښوونکي جوړ شي.