هند کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال ختیځ سیمو کې د تېرو څلورو ورځو راهیسې د سختو سېلابونو او له امله یې، د ځمکې ښووېیدنې له کبله لږترلږه ۳۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هند د هواپېژندنې ادارې په یاد هېواد کې د نورو درنو بارانونو وړاندوینه هم کړې ده.
د حکومت په یوه بیان کې ویل شوي چې د دوشنبې په ورځ د همالیا په سیکیم ایالت کې بندپاتې له زرو څخه ډېر سیلانیان اېستل شوي او د میګالیا ایالت کې د پوځ د ژغورنې ټیمونه په سېلاب ځپلو سیمو کې بند پاتې له ۵۰۰ څخه د ډېر کسانو د ژغورنې پر عملیاتو بوخت دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هند په ګاونډ د بنګلهدېش د شمالختیځ سلهټ ولسوالي کې د ځمکې ښووېیدنې له امله د یوې کورنۍ لږترلږه څلور غړي مړه شوي، داسې حال کې چې د یکشنبې پر ورځ د رنګاماتي، بندربان او خاګراچاري په غرنیو ولسوالیو کې سلګونه کسانو ته سرپناه برابرې شوې دي.
چارواکو د نورو ځمک ښووېیدنې او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
د هند شمال ختیځ او بنګلهدېش د سختو بارانونو سره مخ دي چې وژونکي ځمکې ښووېیدنې او سېلابونه رامنځته کوي او هرکال په میلیونونه خلک اغېزمنوي.