Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو فابریکه پرانیستل شوه

کرنیز تخمونه فابریکه

هرات کې یو میلیون ډالرو په ارزښت د اصلاح‌ شویو کرنیزو تخمونو د تولید کار خونې فعالیت پیل کړ.

د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د تولید شرکت مشر عبداللطیف رحیمي وویل، دغه فابریکه یو ساعت کې د ۵ ټنه غلې د تولید ظرفیت لري.

ورته وخت کې د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولان وايي چې دامهال د دغه ولایت ۳۰ سلنه اصلاح‌شوي کرنیز تخمونه د هېواد نورو سیمو ته استول کیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دغې خونې د شمېرو پر اساس، هرات کې د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د تولید شاوخوا ۲۵ کارخانې فعالیت لري.

اصلاح شوي کرنیز تخمونه د کروندګرو له اساسي اړتیاوو څخه دي او هر کروندګر له ځمکې د پام وړ حاصل ترلاسه کولو لپاره باید هغه په واک کې ولري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام