د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان WHO ویلي، افغانستان کې د لابراتوارونو ظرفیت لوړولو او د ناروغیو د درملنې خدماتو ښهوالي لپاره یې، د هېواد له روغتونونو سره ۱۹۴ قلمه د لابراتوار تجهیزاتو مرسته کړې.
دغه سازمان تېره ورځ چهارشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه تجهیزات د عامې روغتیا مرکزي لابراتوار او د هېواد ۳۴ ولایتونو کې د درملنې مرکزونو ته وېشل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د روغتیا سازمان په وینا، یاد تجهیزات د سرطان، میکروبیولوژي او بیوشیمیايي ازمایښتونو د تشخیص په برخه کې مهم رول لري.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې د دغو تجهیزاتو په مرستې سره به د افغانستان په سطحه د لابراتوارونو فني ظرفیت لوړ شي او د صحي مراقبتونو کیفیت به هم ورسره ښهوالی پیدا کړي.