وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ د اوکراین سولې او د جګړې زور اخیستلو په تړاو د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین باندې سختې نیوکې وکړې، د دغه هېواد یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د ټرمپ دغه څرګندونې غندلي دي.
د روسیې امنیت شورا مرستیال ډیمټري مدودف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دی یوازې له یوه بد څېز خبر دی چې درېیمه نړیواله جګړه ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي لیکلي: « د ټرمپ د هغو خبرو په اړه چې پوتین له اور سره لوبې کوي او په حقیقت کې به روسیې ته بد شیان پېښ شي؛ زه یوازې د یوه بدې شي په اړه پوهېږم – درېیمه نړیواله جګړه. زه هیله لرم چې ټرمپ په دې پوه شي!»
ډونالډ ټرمپ پرون سهشنبه پر خپله ټروټ میډیا لیکلي چې پوتین له اوکراین سره د اوربند خبرو کې په نه ګډون، له اور سره لوبې کوي.