د کورنیو چارو وزارت ویلي، پکتیا کې یو واکسیناتور وژل شوی او د پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (سهشنبه، جوزا شپږمه) ویلي چې تورن کس ګردېز ښار کې د ځايي پولیسو له لوري نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي.
ده وویل، دغه پېښه تېره ورځ دوشنبه د پکتیا د ګردېز ښار «بلند منزلونو» سیمه کې شوې او قرباني شوی کس له لفظي شخړې وروسته په مرموز ډول وژل شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ښاغلي قانع په وینا، د پېښې له ځایه څلور کسان تښتېدلي او د نیول شوي کس دوسیه به د لا ډېرو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دغه پېښه داسې مهال رامنځ ته کیږي چې د ماشومانو د ګوزڼ ضد ناروغۍ د واکسین دویم پړاو تېره ورځ د هېواد په سطحه پیل شو.