Asset 1SWN

هلمند کې یوې مور پنځه ماشومان زېږولي

WhatsApp-Image-2022-04-22-at-11.46.07-AM

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې په بُست ولایتي روغتون کې پرون «یکشنبه، غبرګولي ۴مه» یوې مور پنځه ماشومان زېږولي دي.

د عامې روغتیا ریاست د نشراتو مسوول میرولي راحل سلام‌وطندار ته ویلي چې زېږېدلي ماشومانو کې درې هلکان او دوه نجونې دي.

نوموړی زیاتوي چې د څلورو ماشومانو او مور روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی او دا مهال د روغتیاپالانو تر جدي نظارت لاندې دي.

راحل وايي چې په زېږېدلو ماشومانو کې د یوه ماشوم روغتیایي حالت نازک ښودل شوی او دا مهال تر درملنې لاندې دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د روغتون چارواکي وایي چې د یادې مېرمنې زېږون په نارمل توګه شوی او روغتیايي کارکوونکو ورته پر وخت پاملرنه کړې ده.

د معلوماتو له مخې، یاده مېرمن د لښکرګاه ښار د صافیانو د سیمې اوسېدونکې ده.

د دغه ډول پېښو تکرار په افغانستان کې ډېر کم لیدل کېږي، خو روغتیايي کارپوهان وايي چې په یوه وار د څو زېږېدلو ماشومان روغتیا ته ځانګړې پاملرنه پکار ده، څو هم د مور او هم د ماشومانو ژوند ته خطر پېښ نه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام