سياېناېن خبري شبکې د امریکا حکومت کې له خپلو سرچینو راپور ورکړی چې اسراییل د ایران د اټومي وسلو پر تاسیساتو د برید لپاره چمتووالی نیسي.
د سياېناېن په راپور کې ویل شوي چې تراوسه معلومه نهده چې د اسراییل مشرانو د یاد برید پلي کولو لپاره وروسته پرېکړه کړې یا نه؟
د امریکا ملي امنیت شورا، واشنګټن کې د اسراییلو سفارت او د اسراییلو لومړي وزیر دفتر تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
سياېناېن ته یوې باخبرې سرچینې ویلي چې وروستیو میاشتو کې د ایران د اټومي وسلو پر تاسیساتو د برید احتمال زیات شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې سرچینې همداراز ویلي چې دا احتمال په هغه صورت کې ډېرېدونکی دی چې امریکا له ایران سره د غني شویو یورانیومو د لهمنځه وړو پرته یوې هوکړې ته ورسېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ د ایراني اټومي پروګرام په اړه د دغه هېواد له حکومت سره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره پر خبرو بوخت دی.