د فنلنډ چارواکي وايي چې د دغه هېواد په سوېللوېدیځ کې د دوو چورلکو د ټکر له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
دغه چورلکې د اورا هوايي ډګر ته نږدې په یوې ځنګلي سیمه کې لوېدلې دي. دغه پېښه پرون شنبه، مې ۱۷مه د فنلنډ «کاوتوا» ښار ته نږدې رامنځته شوې ده.
چارواکو زیاته کړې چې یوې چورلکه کې دوه او بله کې بیا درې کسان سپاره وو.
د یاد هېواد یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې دواړه چورلکې له استونیا څخه الوتنې کړې وې او سوداګر یې، لېږدول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د استونیا عمومي راډیو تلوېزیون راپور ورکړی چې یوه چورلکه دغه هېواد او بله هم په اترېش کې ثبت ده.
په ورته مهال دواړه چورلکې د استونیا هېواد شرکتونو اړوند وې چې یوه یې، د «نوبه او بله یې هم د «یلیون» شرکت چورلکه وه.
د راپورونو له مخې، د استونیا او فنلنډ هېواد چارواکو د یادې پېښې په تړاو خپلې څېړنې پیل کړي دي.