د ملي ټلوېزیون پخوانی خبریال محمدرفیق کمالپوري دغه رسنۍ کې د ۳۳ کلونو کارکولو وروسته، د دوشنبې پر ورځ له خپلې دندې ګوښه شوی دی.
محمدرفیق چې د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرست دی، سلاموطندار ته وايي، په دې برخه کې ورسره دوه ګونی چلند شوی دی.
نوموړي وویل: «اسلامي امارت کولای شي، دا په پام کې ونیسي او د ادارو چارواکو ته بېرته دنده وسپاري چې په رښتیا سره وڅېړي چې کوم کسان تاسو له دندو ګوښه کړي دي، ایا دوی د دندې لپاره وړ نهوو او خپل هېواد ته ژمن نهوو، خپلو دندو ته ژمن نهوو، او ایا کوم دلیل لري چې د قناعت وړ وي.»
په ورته مهال عبدالله عبادي چې د زندانونو چارو د سمون ادارې پخوانی کارکوونکی دی او دوه کاله یې دغه اداره کې کار کړی، سلاموطندار ته وايي چې د دوشنبه په ورځ له دندې ګوښه شوی دی.
هغه زیاتوي چې هېواد کې دننه د کاري فرصتونو نشتوالي له امله به اړ شي چې هېواد پرېږدي. «اوس هوډ لرم چې د ایران لوري ته لاړ شم او له دې وړاندې ګڼو ایراني شرکتونو راته د کار وړاندیز کړی، هیله مو دا ده چې لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.»
همدا ډول د اوبو او برښنا وزارت پخوانی کارکوونکی ۲۸کلن انجامالدین نظامي چې دوه کاله یې دغه وزارت کې کار کړی، وايي، په تازهګۍ سره یې د ګوښهکېدو خبر ترلاسه کړی، هغه له حکومته غواړي چې هېوادوالو ته پراختیايي پروژو کې د کار زمینه برابره کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «غوښتنه مو دا ده چې پروژو کې راته د کارکولو زمینه برابره شي او چا چې زدهکړې کړي، باید کار ورکړل شي او د کادرونو تېښتې ته باید پلمې پیدا نشي.»
په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د حکومتي کارکوونکو بستونه د اداري چارو د ښهوالي او حکومت کې د بوروکراسۍ مخنیوي په موخه تنقیص شوي دي.
هغه وویل: « ځینې وختونه، په نظام کې تنقیص د کار ښهوالي او بوروکراسۍ د کمولو لپاره اړین وي او حکومت عامه ګټې او د خلکو مصالحه په پام کې نیسي، خو اسلامي امارت نه غواړي چې څوک وزګار شي، نو هغه تنقیص او شرایط چې اسلامي امارت یې پلي کوي د خلکو، ټولنې او هېواد په ګټه به وي.»
ټولنپوهان په دې باور دي چې په پراخه کچه د دولتي کارکوونکو تنقیص کولای شي، د هېوادوالو اقتصادي ستونزې زیاتې کړي، د حکومت اداري سستم کې ګډوډي رامنځته او د راتلونکې او کار بازار په تړاو ټولنه کې ناهیلۍ ترویج کړي.
ټولنپوه محمدشریف حیدري وویل: «دا کار خپل ټولنیز پیغامونه لري چې راتلونکې او د کار بازار ته د ټولنې ناهیلي زیاتوي او اسلامي امارت باید دا بهیر ورو ورو پلی کړي او دا وخت ته اړتیا لري چې لنډ وخت کې به منفي اغېزې ولري.»
واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو وروسته، دا دویم ځل دی چې حکومتي کارکوونکي له دندو تنقیص کېږي او د وزګاره کسانو شمېر ورسره زیاتیږي.