د برښنا شرکت پر اېکسپاڼه ویلي چې د دغه شرکت اجراییه رییس عبدالباري عمر په مشرۍ پلاوی نن (چهارشنبه، ثور ۲۴) د کاسا زر پروژې په اړه ناسته کې د ګډون په موخه تاجیکستان ته روان شو.
یاده ناسته کې د تاجیکستان په ګډون د قرغیزستان، افغانستان، پاکستان او اسلامي پراختیایي بانک استازي ګډون کوي او تمه ده چې د پروژې په اړه «هر اړخیزې» خبرې وکړي.
یاده غونډه کې به د پروژې چارو په اوسني وضعیت، پرمختګونو، د ستونزو پر حللارو او ګڼو نورو اړخونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کاسا ۱۰۰۰ له منځنۍ آسیا سویلي آسیا ته د برښنا لېږد تر ټولو ستره د ګډو اقتصادي ګټو پروژه ده چې د افغانستان له لارې تېریږي.
د برښنا شرکت زیاته کړې چې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د دې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.
د برښنا شرکت زیاته کړې چی د نړیوال بانک په مالي ملاتړ دغه پروژه به هرڅه ژر بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپاري، ترڅو د کاسا غړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا زیاتې پیاوړې شي.