Asset 1SWN

ترکمنستان افغانستان سره د همکاري زیاتوالو ډاډ ورکړی

Untitled-1

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او ډيپلوماټیکو اړيکو د کچې پر لوړولو خبرې کړي.

دغه لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د لویو پروژو، په ځانګړې توګه د افغان خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د چارو په اړه هم بحثونه شوي.

اميرخان متقي يو ځل بيا د ګډو سترو اقتصادي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د اسلامي امارت ژمنتيا په ډاګه کړه او وې ویل، د دواړو هیوادونو دوه اړخيزې اړيکې تر بل هر وخت پياوړې شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ښاغلي رشید مرادوف د ټاپي پروژې چارې مثبتې ارزولي او نږدې راتلونکې کې یې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا خبر ډاډ ورکړ.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير همداراز ژمنه وکړه چې هېواد به يې لنډه وخت کې افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کي نورې اسانتياوې هم راولي.

دواړو لوريو هوکړه وکړه چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د ریل پټلۍ پراختیا، برښنا، ټرانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کولو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به ناستو او مشورو ته دوام ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام