Asset 1SWN

کرزی پاکستان ته: د وسلو پرځای علمي مرکزونه د افغان شخصیتونو په نوم کړئ

sobhani_ourmaninkabul_karzai_0

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان غوښتنه کړې چې دغه هېواد دې د وسلو او راکېټونو پرځای خپل علمي مرکزونه د افغان شخصیتونو په نوم کړي.

نوموړي نن سه‌‌شنبه، غويي ۱۶مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه همداراز ویلي چې دغه هېواد له دې وړاندې هم د افغان شخصیتونو په نوم راکېټونه ازمویلي، خو په وینا یې، دغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو سره بیا ناسم چلند کوي.

هغه لیکلي: «د پاکستان اسلامي جمهوریت یووار بیا د «ابدالي» په نامه نومول شوی بالستیک راکټ وآزمایه. پاکستان متاسفانه مخکې هم خپل راکټونه «غزنوي» او «غوري» نومولي دي، حال دا چې همدا اوس هلته میشتو افغانانو سره بد او ځورونکې چلند کیږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کرزي پاکستان ته په اشارې سره همداراز ټينګار کړی چې افغانستان غوره علمي او فرهنګي شخصیتونه لري چې په وینا یې، نړۍ یې، درنښت لري.

پخواني ولسمشر زیاته کړې چې افغانان له پاکستان سره ښه ګاونډیتوب غواړي. «افغانان له پاکستانه د ښه گاونډیتوب پر بنیاد د محترمانه او متمدنه اړیکو غوښتونکي دي، غوره به وي چې د وسلو او راکټونو پر ځاي خپل علمي او فرهنگي مراکز د نوموړو افغاني شخصیتونو په نامه ونوموي.»

پاکستان له هند سره د ترینګلتیا په لړ کې روانه اوونۍ د ابدالي او فتح په نومونو توغندي توغولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام