د برېټانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو دغه هېواد کې د څلور ایراني وګړو په ګډون پنځه کسان د «ترهګرۍ کړنو» په تور پنځه کسان نیولي دي.
پولیسو اعلان کړی چې دغه کسان د متروپولېټن پولیسو په امر د مخنیوي عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.
نیول شوي څلور ایراني وګړي د یاد هېواد په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د پنځم نیول شوي کس، هویت لا نهدی په ډاګه شوی.
د برېټانیا پولیسو په وینا، یاد ایراني وګړو د دغه هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې قانون له مخې، د «ترهګرۍ کړنو ته د چمتووالي» په تور نیول شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پولیسو همداراز ویلي چې د یادې قضیې څېړنې لپاره د منچسټر، لندن او سویندون ښارونو کې د یوشمېر هستوګنیزو کورونو په تلاشۍ بوخت دي.
د برېټانیا پولیسو زیاته کړې چې دغه څېړنې د یوه ځان،ګړي ځای د نښه کولو لپاره د شکمنې کړنې لپاره دي او په وینا یې، څېړنې یې پیل کړي، څو د ګواښ انګېزه او احتمال معلوم کړي.