Asset 1SWN

نور جلال جلالي د ایران سفیر سره پر روغتیايي همکاریو خبرې کړي

GprJlIkXgAArkrC

د عامې روغتیا وزارت نن (سه‌شنبه، ثور ۹) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نور جلال جلالي کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي سره لیدلي.

دغه لیدنه کې دواړو لورو د سرطاني ناروغیو په برخه کې د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت په لوړونې، طبي تجهیزاتو برابرولو، افغانستان ته د با کیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو را واردولو، کابل او بامیان کې د جوړېدونکو روغتونونو په څرنګوالي او دوه اړخیزو روغتیايي همکاریو خبرې کړي.

دغه راز، د ایران سفیر د روغتیا برخه کې د همکارۍ او نږدې راتلونکي کې یې کابل او بامیان کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلې د پیل ډاډ ورکړی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه د سرطان په برخه کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو جوړولو ژمنه هم کړې ده.

دا داسې مهال دی چې افغانستان کې د سرطان ناروغانو لویه برخه د درملنې لپاره پاکستان او ایران ته ځي چې د تلو پرمهال سختو ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام