د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو بریدونو له کبله ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
دغه کسان تر ډېره د غزې په خانیونس او نورو سیمو کې د اسراییلو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
اسراییلو د مارچ ۱۸ وروسته په یوه اړخیزه توګه له حماس سره یو میاشتنی اوربند مات کړ او له هغې راهیسې یې، د غزې بېلابېلو سیمو کې مرګونو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
اسراییلو وروستیو بریدونو کې تر ډېره د بېځایه شویو کمپونو کې خېمې په نښه کړي چې ډېره مرګژوبله هم ښځو او ماشومانو ته اوړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال غزه کې مرستندویه بنسټونو د سختۍ قهطۍ په اړه خبرداری ورکړی دی. دوی غوښتنه کوي چې غزه کې روانه کلابندي باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
غزه کې د اسراییلو بریدونو سربېره، دې ښار ته تلونکې ټولې لارې بندې او مرستو ته د لېږد اجازه نهورکول کېږي.