Asset 1SWN

دومېنېکا کې د نایټ‌کلب چت لوېدو له امله ۹۸ کسان وژل شوي

2025-04-08T164740Z_2130041565_RC2MTDAHHP6Y_RTRMADP_3_DOMINICAN-REPUBLIC-NIGHTCLUB-1744144756

د دومېنېکا هېواد د پلازمېنې سانټو دومېنېکا ښار د یوه نایټ‌کلب د چت لوېدو له امله  ۹۸ کسان وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې د د دغه هېواد د شرقي ولایت والي او د بېس‌بال مېجر لیګ پخوانی لوبغاړی اوکتاویو ډوټل هم شامل دي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۴۰۰ ژغورونکي او مرستندویه ډلو غړي د احتمالي ژوندي پاتو او جسدونو د راېستلو لپاره هڅې کوي.

د یاد هېواد د بېړنیو عملیاتو مرکز رییس، خوان مانویل مینډیز رسنیو ته ویلي چې د وژل شویو لومړنی شمېر ۹۸ ته لوړ شوی او ښايي له دې هم لوړ شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مینډیز همداراز زیاته کړې چې د احتمالي ژوندي پاتیو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي، خو په وینا یې، د نایټ‌کلب د چت لوېدو پرمهال د شته کسانو کره شمېر نه‌دی معلوم.

یوشمېر رسنیو بیا راپور ورکړی چې د چت لوېدو پرمهال یاد نایټ‌کلب کې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کسانو شتون درلود.

چت د کنسټرټ پرمهال لوېدلی چې د حکومتي چارواکو او سیاستوالو سربېره، لوبغاړو او مشهورو څېرو هم په‌کې برخه اخیستې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام