د میدانوردګ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالي کې د پخواني ماین چاودنې له امله د یوه ښوونځي څلور ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د میدانوردګ د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست رییس مولوي فیضالله جلالي سلاموطندار ته وویل چې دغه پېښه نن «سهشنبه، غرمه مهال د چک ولسوالي په «بکسمندذوالقاعده» کلي هغه مهال رامنځته شوې چې د یوه ښوونځي څلور ماشومان د پخوانیو جګړو له امله په پاتې ماین وربرابر شوې دي.
جلالي زیاته کړه، په پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ژور ټپيان شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه، ټپيان د ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو له لوري د ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوې، خو د ځینو ټپيانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.
دا یوازې میدانوردګ نهدی چې د تېرو جګړو څخه تر ځمکې لاندې پاتې ماینونه د ماشومانو ژوند ګواښي، بلکې د هېواد په ډېری ولایتونو کې هر کال لسګونه ماشومانو ته د ځمکې لاندې ماینونو او ناچاوده سرګلولو له امله مرګژوبله اوړي.