غزني کې یوشمېر نجونې وايي چې د وینې کمښت ناروغي له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې دي. دوی وايي، د وینې کمښت اړوند درملو برابرولو ورته ستونزمن دي.
۲۰کلنه یاسمین چې د غزني اوسېدونکې ده، وايي، له ډېرو کلونو راهیسې د وینې کمښت سره مخ ده چې د ستړیا احساس کوي او پر پوستکي یې، د وینې کمښت نښې لیدل کېږي.
هغې وویل: «څو کاله کېږي چې د وینې کمښت ناروغۍ سره مخ یم. تل ستړې یم، سر مې هم درد کوي، وینه مې چې کمېږي، خپله پوهېږم، مخ او جلد مې وچېږي، تنده ډېره حسوم. ډېر معلومات هم نهلرم چې باید څه وخورم.»
د غزني دوه اوسېدونکي زهرا او ګېټي هم د وینې کمښت سره مخ دي، دوی وايي، دولتي روغتون کې د وینې کمښت ناروغۍ اړوند درملو پیدا کول ستونزمن دي.
زهرا وویل: «په دوو یا درېوو میاشتو کې، زه خامخا د وینې کمښت سره مخ کېږم، خو د وینې کمښت درمل چې زه یې اخلم ښه دي. زموږ په کلینیک کې د وینې کمښت درمل نشته، نو زه دلته راغلم، څو له ډاکټر څخه وغواړم چې ماته یو څه راکړي. کله چې زه د وینې کمښت سره مخ شم، نو پوه شم چې سر مې درد کوي، لاسونه مې هېڅ حرکت نه کوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ګېتي وویل: «له دولت مې غوښتنه دا ده چې د وینې کمښت ګولۍ خلکو ته وړیا ورکړي. روغتون ته چې ځې، څو دانۍ ګولۍ په جنجال درکوي چې دوو ورځو کې خلاصېږي. دولتي روغتون او کلینیک باید درمل زیات کړي.»
غزني کې ډاکټر محمداشرف صاحبزاده وايي چې نجونو د وینې کمښت بېلابېل لاملونه لري. هغه یې، لاملونه ناسمه تغذیه او د ښځو میاشتنۍ ناروغي بولي.
نوموړي وویل: «هره میاشت، نجونې د خپل میاشتني عادت یا د میاشتني عادت تجربه کوي، کوم چې کولای شي، د دوی پوستکي ته زیان ورسوي. ناسمه تغذیه، یو غیر صحي رژیم چې په ټولنه کې عام دی، د اوسپنې او فولیک اسید نشتوالی هم دی. دویم دا تر ډېره د خلکو خپله بېپروايي ده. ناروغ تر هغه وخته ډاکټر ته نه ورځي، څو چې ډېره وینه یې ضایع نهشي. د دوی په تاسیساتو کې لابراتواري معاینات نه ترسره کېږي. دا د وینې کمښت د درملو یا ټابلیټونو په خوړلو سره او همدارنګه د سمو خوړو په خوړلو سره له منځه وړل کېدای شي، کوم چې زموږ او ستاسو دننه د وینې د جوړښت اصلي سرچینه ده.»
د ویلو ده چې د وینې کمښت د دریمې نړۍ هېوادونو کې دود ناروغي ده، خو نجونو کې دغه ناروغي د ژنتیکي او هورموني لاملونو له امله تر ډېره په سترګو کېږي.