د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د څلورو غوره کلبونو او لسګونه ورزشکارانو ترمنځ د «رمضان جام» په نوم د کانګفو سیالي پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل، له یادو سیالیو جوړېدو څخه موخه د کانګفو ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او هغمږي رامنځته کول وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، د یادو سیالیو په پایله کې د محمداغې ولسوالي کانګفو ورزش کلب لومړی مقام او دویم مقام د مولانا یعقوب څرخې کلب خپل کړی دی.
د کانګفو ورزش د جوړو شویو سیالیو یوه ګډونوال احمدولي اشرفي وویل، دا ډول سیالي جوړېدل د کانګ فو ورزش پراختیا لپاره خورا مهمې دي.
نوموړي له بدني روزنې او ورزش فدراسیون څخه وغوښتل چې ورته سیالي دې، د څو ولایتونو په کچه جوړ کړي او ورزشکارانو ته دې د کونګ فو برخه کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ کړي.
هېره دې نه وي چې ل دې وړاندې هم د لوګر ولایت بدني روزنې او ورزش امریت له لوري ورته ورزشي سیالۍ جوړې شوي دي.