Asset 1SWN

هلمند کې د غوښنو چرګانو تولید ۱۵سلنه زیات شوی

ضصضصصضص

د هلمند د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې د چرګانو فارمونو تولید د پام وړ زیات شوی دی.

دوی وویل، هلمند کې ۱۲۰۰ ثبت شوي فارمونه فعالیت لري چې د ورځې شاوخوا ۳۰ ټُنه غوښن چرګان یا غوښه تولیدوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د چارواکو په وینا، د تېرکال په پرتله د دغو فارمونو د تولید کچه ۱۵سلنه لوړه شوې او اوس هلمند تر ۸۰ سلنې پورې په دې برخه کې پر ځان‌بسیا دی.

د هلمند د کرنې ریاست د مالدارۍ مدیر شامحمدخان: «هلمند کي زموږ سره غوښنو چرګانو ۱۲ سوه فارمونه راجستر دي او ښایې تر دې ډېر هم وي، ځکه ځیني ندي راجستر شوي، دا فارمونه د ورځي ۳۰ ټنه تولید لري، د تیرکال په پرتله یادو فارمونو او تولید کي شاوخوا پنځلس سلنه زیاتوالی راغلی او شواخوا اتیا سلنه دغه برخه کي هلمند پر ځان بسیا دی.»

هاشم‌خان چې هلمند کې د غوښنو چرګانو شپږ فارمونه لري، وايي، هر فارم یې د ۵۰ ورځو په موده کې شاوخوا ۳۰زره کیلو غوښه تولیدوي.

خو نوموړی له پاکستانه د چرګوړو راوړل، ټیټ کیفیت لرونکې دانه او کله ناکله د بازار کمزورې غوښتنه، خپلې لویې ستونزې یادوي.

هغه وویل: «زه ټول شپږ د غوښنو چرګانو فارمونه لرم، موږ له هر فارم د پنځوس ورځو په موده کي، شاوخوا ۳۰ زره کیلو غوښ تولید لرو، موږ لاهم د یو لړ ننګونو سره مخ یوو، دچرګوړي مو له پاکستان څخه راځي، مرغ دانه ټیټ کیفیت لري، کله ناکله بازار کي دکمرنګه بازار له کبله زیانمن شو.»

د هلمند د غوښنو چرګانو فارمونو کې ګڼ شمېر ځايي خلکو ته د کار زمینې هم برابره شوې.

دوست محمد چې د چرګانو د روزنې یوه فارم کې د شاګرد په توګه کار کوي، هره میاشت ۲۰زره پاکستانۍ کالدارې عاید لري، خو هغه وايي، د ژمي پرمهال چې د چرګانو روزنه کمه شي، د بل کار موندل ورته ستونزمن وي.

دا حالت یوازې دوست محمد نه، بلکې د دې برخې نور کارکوونکي هم اغېزمنوي او بیکارۍ سره مخ کیږي. د چرګانو د یوه فارم روزونکي سیدرحمت وویل: «زه دلته دچرګانو د روزنکي په صفت کار کوم  موږ پنځه څلویښت تر پنځوس شپو پوري دلته زحمت باسو تر څو بازار ته غوښن چرګان ورکړو، دغه موده کي هر چرګ له دوې تر درې کیلو رسیږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د چرګانو د روزنې فارمونه د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم بلل کیږي چې د غوښې د تولید ترڅنګ، د کرنې او مالدارۍ سکتور ته هم وده ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام