Asset 1SWN

کابل-ګردېز لویه لاره بېرته پرانېستل شوه

d2487a11-cd04-4b02-acbe-e76310ff7b3b

د لوګر محلي چارواکي وايي چې د کابل-ګردېز لویه لاره چې د واورې او برف‌کوچ له امله د مسافرو پرمخ تړل شوې وه، بېرته پرانېستل شوه.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، دغه لویه لاره بېګاه شپه د واورې اورښت او برف کوچونو له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه چې شېبې وړاندې بېرته پرانېستل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صدیقي وویل، موټر‌چلوونکي کولای شي چې په عادي ډول له یادې لارې تګ‌راتګ کړي.

بل‌خوا د لوګر ټولګټو ریاست مطبوعاتي مسوول محمدرضا کریمي سلام‌وطندار ته وویل، چې د دغه ولایت د ازرې ولسوالي لویه لاره په لټکورې کوتل سیمه کې او همدارنګه د خروار ولسوالي لویه لاره د التمور کوتل سیمه کې د مسافرو پر مخ تړل شوې ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، هڅه روانه ده چې یاده لویه لاره هم د مسافرو د تګ راتګ پرمخ بېرته پرانېستل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام