Asset 1SWN

سټنډرډ ملي ادارې د انرژۍ مدیریت لپاره له یوه بنسټ سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

GknKPzjXYAAPo39

د سټنډرډ ملي ادارې په ودانیو کې د انرژۍ د ضایعاتو مخنیوي لپاره له «لېمه مشورتي بنسټ» سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د سټنډرډ ملي ادارې رییس فیض‌الله تمیم نن سه‌شنبه، کب اوومه کابل کې د یاد هوکړه‌ لیک د لاسلیکولو پرمهال وویل چې ودانیو معیارونو ته نه پام د انرژۍ د لګښت او ضایعاتو کچه لوړوي او ورسره چاپېریال ته زیان رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ټينګار وکړ چې د دې هوکړې په پلي‌کېدو سره په ودانیو کې د انرژۍ له ډېر لګښت به مخنیوي وشي او چاپېریال به هم له زیانونو خوندي شي.

هغه وویل: «له هغه ځایه چې انرژي د یوه هېواد ځان‌بسیاینې او پرمختګ مهم رول لري، ضایعات یې، په ودانیزو او زېربناوو چارو کې یوه لویه ستونزه ده چې د همدې لپاره لېمه مشورتي بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک شو او د انرژۍ ساتنې کې به موږ سره مرسته کوي.»

د لېمه مشورتي بنسټ مسوولان وايي چې د هوکړه لیک له مخې به لومړی هڅه وکړي چې ودانیو کې د انرژۍ ضایعاتو د مخنیوي لپاره د سټنډرډونو د پلي‌کولو په موخه ظرفیت لوړونه وکړي.

د دغه بنسټ مشر محمدعمر تیموري وویل: «د بېلګې په توګه که یوه اپارتمان کې ۴۰ بلاک وي، د دې پروګرام د اجرا کولو لګښت به یې، ۵۰۰ ډالره وي. موږ به ظرفیت جوړونه وکړو، څو انجینیران د دې کار پر ارزښت پوه شي.»

په ورته مهال د انرژۍ کارپوه مسېح شریفي وايي، د انرژۍ ضایعاتو د کمښت سټنډرډونو اجرا کولو لپاره پېچلو او له نوې ټکنالوژۍ څخه استفادې ته اړتیا لري. د نوموړي په وینا، د دې سټنډرډونو  جوړول به د هوا ککړتیا کمولو کې هم مرسته وکړي.

هغه وویل: «د انرژۍ د ساتنې او په ودانیو کې د ضایعاتو د مخنیوي لپاره کاک کارول کېږي او دا به د نورو ساختماني موادو په پرتله ډیر خوندیتوب ولري او زموږ د چاپیریال ساتنه کې مرسته کولی شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سټنډرډ ملي ادارې د شمېرو د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت بیاواکمنېدو راهیسې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۸۰۰ سټنډرډونه یا معیارونه رامنځته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام